په مزارشریف ښار کې د ښاروالۍ او د دې ولایت یو شمېر مېرمنو او نجونو له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک لاسلیکېدا په خوښۍ د دې ښار په شپږمه ناحیه کې نیالګي کېنول. دوی د سولې شعارونه ورکول او له نورو خلکو وغوښتل چې د خپل هېواد د زرغونتیا او امن په موخه دې پخپلو سیمو کې نیالګي کېنوي. نجیب الله پاڅون پرې دا رپوټ چمتو کړی.