کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې په سوریه کې دا ځل د سپرلي ډال په نامه نوي پوځي عملیات پیل کړل.

12 حوت 1398 ساعت 15:32

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د ترکیې بیرغ ته رااوږده شوي لاسونه به د سپرلي ډال په نامه د پوځي عملیات سره مات کړو.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د سوریې په ادلب سیمه کې د جګړې د مخنیوي او تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په موخه په میشتو ترکي ځواکونو د فبروري په ۲۷ مه نيټه د اسد ځواکونو لخوا هوايي برید وشو چې ددې برید په ځواب کې ترکیې پرون په سوریه کې د سپرلي ډال په نامه نوي پوځي عملیات رسمآ پیل کړل.



هغه ویلي دي چې " د فرات ډال، زیتون څانګې او سولې چینې د عملیاتو نه وروسته دادې اوس د سپرلي ډال پوځي  عملیاتو سره به زمونږ بیرغ ته رااوږده شوي لاسونه مات کړو. الله تبارک و تعالی دی زمونږ د بیرغ په خاطر مبارزه کوونکو د ترکیې اتلانو حفاظت وکړي."
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د پیل شوو سپرلي ډال د عملیاتو په لومړنۍ ورځ  د اسد رژیم ته  ډیر ستر ګوزار ورکړ. د تیرې ورځې په عملیاتو کې د اسد د رژیم دوه هوايي ډګرونه او زیات شمیر دافع هوا سیستمونه او ټانکونه له منځه یوړل شول.
 


د مطلب کود: 204681

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204681/ترکیې-په-سوریه-کې-دا-ځل-د-سپرلي-ډال-نامه-نوي-پوځي-عملیات-پیل-کړل

آوا
  https://www.avapress.com