دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 204681
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د ترکیې بیرغ ته رااوږده شوي لاسونه به د سپرلي ډال په نامه د پوځي عملیات سره مات کړو. هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د سوریې په ادلب سیمه کې د جګړې د مخنیوي او تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په موخه په میشتو ترکي ځواکونو د فبروري په ۲۷ مه نيټه د اسد ځواکونو لخوا هوايي برید وشو چې ددې برید په ځواب کې ترکیې پرون په سوریه کې د سپرلي ډال په نامه نوي پوځي عملیات رسمآ پیل کړل.

هغه ویلي دي چې " د فرات ډال، زیتون څانګې او سولې چینې د عملیاتو نه وروسته دادې اوس د سپرلي ډال پوځي  عملیاتو سره به زمونږ بیرغ ته رااوږده شوي لاسونه مات کړو. الله تبارک و تعالی دی زمونږ د بیرغ په خاطر مبارزه کوونکو د ترکیې اتلانو حفاظت وکړي."
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د پیل شوو سپرلي ډال د عملیاتو په لومړنۍ ورځ  د اسد رژیم ته  ډیر ستر ګوزار ورکړ. د تیرې ورځې په عملیاتو کې د اسد د رژیم دوه هوايي ډګرونه او زیات شمیر دافع هوا سیستمونه او ټانکونه له منځه یوړل شول.
 
https://avapress.com/vdcg7t9xqak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته