کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست کې د فوټبال لوبې پرمهال چاودنې درې تنه وژلي

13 حوت 1398 ساعت 10:28

د خوست په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د فوټبال لوبې پرمهال چاودنه شوې، درې نندارچیان یې وژلي او شاوخوا لس تنه نور یې ټپیان کړي دي.


دا پېښه  دوشنبه په ځايی وخت مازیګر مهال د نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د فوټبال لوبې په نیمايي کې دمه پیل شوه.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر  وویل په دې چاودنه کې چې د نادر شاه کوټ د ځنیخیلو په خواجه رحیم کلي کې رامنځته شوې، درې تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي. ښاغلي حیدر وویل چاودیدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو.
خو د خوست د عامې روغتیا مشر ډاکټر حبیب شاه انصاري بي بي سي ته وویل د پېښې له ځایه اته تنه ټپيان دوی ته ور وړل شوي دي. ښاغلي انصاري وویل د ټپیان حالت د ډاډ وړ دی او ټپونه یې ژور نه دي.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت وايي په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.
 


د مطلب کود: 204713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204713/خوست-کې-د-فوټبال-لوبې-پرمهال-چاودنې-درې-تنه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com