په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» وایي، له طالبانو یې تمه داده، چې د جګړې د شدت کموالي ته به همداسې دوام ورکړي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «سني لګیت» د سکاټ مېلر له قوله په خپل ټویټر لیکلي، نوموړي ویلي « د جګړې د شدت کموالی د باور د فضاء جوړوونکی وو، موږ د خپلو دندو په برخه کې ډېر جدي یو او له طالبانو هم د همداسې جدیت تمه لرو.»