دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 204790
ایراني چارواکو په زندانونو کې د ډېرې ګڼې ګوڼې او د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه تر ۵۴ زرو ډېر بندیان د لنډمهال لپاره خوشي کړي دي. د قضايي قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي خبریالانو ته ویلي، بندیانو ته د کورونا (کووید -۱۹) وېروس تر طبي ازموینو وروسته د لنډاهال لپاره له زندانه د وتلو اجازه ورکړې ده او په ضمانت له زندانه خوشي شوي.


خو هغه بندیان نه دي خوشي شوي چې د "د امنیتي قضیو" په تړاو پرې تر پنځو کلونو د ډېر بند سزا ختلې ده.
ښاغلی اسماعیلي وايي، دا ګام د بندیانو د خوندیتوب لپاره د روغتیا وزارت په همکارۍ پورته شوی.
نوموړي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "نور بندیان هم د خوشي کېدو په حال کې دي."
وړاندې د نازنین زاغري مېړه ریچرډ راتکلیف د هغې د ناروغۍ په اړه ویلي وو. نوموړي د اغلې زاغري د خوشي کېدو کمپاین کې ویلي وو، دا سیاسي بندۍ له څو اونیو وروسته "زکام شوې او د ستوني درد لري، چې ښايي په کورونا وېروس" به اخته شوې وي، نوموړي د هغې د طبي "ازمویلو" غوښتنه کړې وه.
 
https://avapress.com/vdchwkniv23nvqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته