وسله وال طالبان وايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغې ډلې له مرستیال او په قطر کې د دې ډلې له مشر ملا عبدالغني برادر سره ټلفوني خبرې کړي دي.
پخپله ولسمشر ټرمپ هم سه شنبه ناوخته سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې "د طالبانو له مشر " سره یې ډېرې ښې خبرې کړې دي. هغه زیاته کړه، طالبانو ورسره ومنله چې تاوتریخوالي نشته.
په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ له راڅرګندېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر د دې ډلې له یوه جګپوړي مشر سره مخامخ خبرې کوي.
د طالبانو له خوا په خپره شوې و ینا پاڼه کې ویل شوې چې په دې له نیم ساعته زیاتو تیلیفوني خبرو کې ملا برادر د امریکا ولسمشر ته ویلي چې که امریکا پر شوې هوکړې عمل وکړي "نو په راتلونکې کې به مثبتې دوه اړخیزه اړیکي ولرو. "
د طالبانو وینا پاڼه زیاتوي چې په دې خبرو کې ملا برادر هیله ښودلې ده چې "د افغانستان په بیارغاونه کې پوره مرسته وکړي. " نوموړې د طالبانو دوینا پانې له مخې د امریکا ولسمشر ته ویلي چې "چاته اجازه مه ورکوئ چې د شوې هوکړې په خلاف عمل وکړي."
وینا پاڼه زیاتوي چې د امریکا ولسمشر ملا برادر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان په بیا رغاونه کې به مرسته وکړي.