دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 204835
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیکېدا څو ورځې وروسته، په لومړي ځل امريکايي ځواکونو په هلمند کې پرطالبانو بمبار کړى دی. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په خپل ټویټر کې لیکلي نن د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۴) د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ یې پر طالبانو وخت برید وکړ.

د امریکایې ځواکونو ویاند ساني لګیټ وایي، دغه هوایي بریدونه یې ځکه کړي چې وسله والو طالبانو په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ۴۳ بریدونه کړي: "د مارچ پر ۴مه، امریکايي ځواکونو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پر هغو طالب جنګیالیو هوايي برید کړی، چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو یې بریدونه کول. دا دفاعي او په ۱۱ ورځو کې د طالبانو پرضد لومړنی برید و."
ښاغلی لګیټ وايي، سولې ته ژمن دي، خو د افغان امنیتي ځواکونو دفاع د دوی مسوولیت دی.
نوموړی وايي، "طالب مشرتابه نړیوالې ټولنې ته د اورکم ژمنه کړې چې بریدونه به نه ډېروي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې بې ګټې بریدونه ودروي او پر خپلو ژمنو ودرېږي."
 
https://avapress.com/vdchxknim23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته