کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایي ځواکونو له هوکړې وروسته لومړی ځل پر طالبانو بمبار کړی

15 حوت 1398 ساعت 11:00

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیکېدا څو ورځې وروسته، په لومړي ځل امريکايي ځواکونو په هلمند کې پرطالبانو بمبار کړى دی.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په خپل ټویټر کې لیکلي نن د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۴) د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ یې پر طالبانو وخت برید وکړ.



د امریکایې ځواکونو ویاند ساني لګیټ وایي، دغه هوایي بریدونه یې ځکه کړي چې وسله والو طالبانو په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ۴۳ بریدونه کړي: "د مارچ پر ۴مه، امریکايي ځواکونو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پر هغو طالب جنګیالیو هوايي برید کړی، چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو یې بریدونه کول. دا دفاعي او په ۱۱ ورځو کې د طالبانو پرضد لومړنی برید و."
ښاغلی لګیټ وايي، سولې ته ژمن دي، خو د افغان امنیتي ځواکونو دفاع د دوی مسوولیت دی.
نوموړی وايي، "طالب مشرتابه نړیوالې ټولنې ته د اورکم ژمنه کړې چې بریدونه به نه ډېروي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې بې ګټې بریدونه ودروي او پر خپلو ژمنو ودرېږي."
 


د مطلب کود: 204858

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204858/امریکایي-ځواکونو-له-هوکړې-وروسته-لومړی-ځل-پر-طالبانو-بمبار-کړی

آوا
  https://www.avapress.com