دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 204859
وسله والو طالبانو ویلي، له امریکا سره هېڅ ډول پټ تړون نه لري، بلکې څو ورځې وړاندې د شوې هوکړې جزییات په رسنیو کې خپاره شوي او هر بند یې تشریح شوی دی. دوی وايي، "ځینې جعلي پاڼې او پروپاګند چې مغرضې کړۍ یې خپرويو هېڅ حقیقت نه لري."
په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین که څه هم په دې اړه خپل ټویټ کې د کومې رسنۍ نوم نه دی اخیستی، خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو او امریکا تړون کې دوه مادې داسې دي چې یوازې د کانګرس غړو او ځانګړو کسانو لوستي، خو له عامو خلکو پټې ساتل شوې دي.
واشنګټن پوسټ وایي په دې مادو کې پر دې مېکانېزم بحث شوی چې طالبان به څرنګه د نورو ترهګرو ډلو پر ضد فعالیت کوي او امریکایان به څرنګه د دوی دا فعالیتونه تصدیقوي.
له دې سره سم امریکایي سناتور لېنډسي ګراهم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکا به افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ځواک پرېږدي.
له دې ټویټ وروسته ګڼو کسانو دا پوښتنه را پورته کړې چې ایا طالبانو په رښتیا هم افغانستان کې د یو شمېر امریکایي ځواکونو پاتې کېدو ته غاړه اېښې.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین دا هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې، ‌دوی له امریکا سره د شوې هوکړې ټولې برخې له پلان سره سم یو په بل پسې عملي کوي چې د جګړې د شدت مخه ونیول شي.
 
https://avapress.com/vdcdko0xnyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته