دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 204861
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا د بندیانو د تبادلې اسانچارې ته ژمنه ده. زلمی خلیلزاد وايي، موږ به د دواړو غاړو ملاتړ وکړو چې پام وړ شمېر بندیان خوشي کړي.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې هوکړې ته ګواښ دی او باید ژر تر ژره کم شي.
ښاغلي خلیلزاد، دا څرګندونې کابل کې له ځینو پخوانیو او اوسنیو افغان چارواکو سره تر خبرو وروسته پر ټوېټر لیکلې، چې وايي: "د افغانانو ترمنځ د مذکراتو پر لور د هر ډول خنډ او د دې بهیر د ورو کولو په لار کې به د ستونزو لیرې کولو په تړاو ګام واخلو."
نوموړی دا هم وايي، چې له ملا برادر او د هغه له ډلې سره یې د ولسمشر ټرمپ تر ټیلیفوني خبرو وروسته تېره شپه د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcg3t9xqak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته