په داسي حال کي چي په ايران کي کرونا ويروس مخ پر پراخيدو دی، دغه هيواد هره ورځ په سونو افغان مهاجر افغانستان ته ځی .د افغانستان د مهاجرو چارو وزارت وايي چي په دې اړه يې له ايراني چارواکو سره خبري اتري پيل کړي.
ايراني چارواکو اعلان کړی دی چي په تيرو ۲۴ ساعتو کي ۸۳۵ کسان په کرونا ويروس اخته سوي دي او ۱۱ نوو اخته کسانو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ايران کي په کرونا باندي د اخته کسانو شمير څه د پاسه ۲۰۰۰ و ۳۳۶ تنو رسيدلی دی او ۴۳۵ تنه ناروغان بيا جوړ سوي او د درملني له مرکزونو څخه رخصت سوي دي.