کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اشرف غني: موږ د جګړې ګټونکي يو او اساسي قانون زموږ سره کرښه ده

15 حوت 1398 ساعت 13:26

د حکومت مشر اشرف غني يو ځل بيا د سولې پر وړاندې د نوو خنډونو په رامنځته کولو ويلي، حکومت د روانې جګړې ګټونکی دی او له طالبانو سره د خبرو لپاره اساسي قانون د دوی سره کرښه ده.


اشرف غني په ارګ کې يو شمېر حکومت پلوو ځوانانو سره په خبرو کې ويلي، د سولې خبرو کې بايد د ځوانانو سربېره د ټولنې د ټولو قشرونو حقونه په نظر کې ونيول شي او اساسي قانون يې د سرې کرښې په توګه یاد کړی دی.
په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم لومړي مرستيال امرالله صالح هم دغې غونډې ته ويلي، يو شمېر ځوانان د سولې مسودې په اړه اندېښنه لري او اندېښنه يې پر ځای هم ده.
اشرف غني او د هغه د ټاکنيز ټيکټ لومړي مرستيال دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د تېرې فبرورۍ په ۲۹ د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو، چې له مخې به يې ټول بهرني عسکر په څوارلسو مياشتو کې له افغانستانه وځي.
ټاکل شوې، چې د سولې تړون له لاسليکيدو وروسته د مارچ تر لسمې بین الافغاني خبرې پيل شي، خو داسې ښکاري، چې حکومتي لوری دا خبرې له خنډونو سره مخ کول غواړي.
د طالبانو د سياسي دفتر مسؤولين وايي، دوی بین الافغاني خبرو ته په چمتووالي بوخت دي، خو حکومتي لوري تر اوسه نه يوازې دا، چې د دې خبرو لپاره پلاوی نه دی چمتو کړی، بلکې وخت پر وخت داسې ادبيات کاروي، چې د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کولی شي.
 


د مطلب کود: 204872

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204872/اشرف-غني-موږ-د-جګړې-ګټونکي-يو-او-اساسي-قانون-زموږ-سره-کرښه-ده

آوا
  https://www.avapress.com