کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترمپ: موږ او طالبان ګډ علایق لرو

15 حوت 1398 ساعت 12:41

دونالد ترمپ تائید کړه چې د طالبانو د رهبرۍ له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یې تلیفوني خبرې کړي دي. نوموړی د امریکا لومړنۍ ولسمشر دی چې د زرګونو امریکایي ځواکونو د وژنې مسئولي ډلې سره مستقیمې خبرې کوي.



ترمپ ویلي دي چې امریکا متحده ایالات او طالبان ګډ علایق لري، هغه ډله چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر میاشتې له ۱۱ نیټې مخکې یي القاعدې ته پناه ورکړې وه.
ترمپ ويلي دي: «موږ نن د طالبانو ډلې له رهبرۍ سره ښې خبرې درلودلې. دوی غواړي دغه جګړه پای ته ورسیږي او موږ غواړو چې پای ته ورسیږي. فکر کوم موږ ټول ګډ علایق لرو.» نوموړي زیاته کړه: «موږ په واقعیت کې د طالبانو له مشر سره ښې خبرې درلودې.»
امریکا متحده ایالاتو د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې امریکایي ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي. په دې ترتیب سره ترمپ د خپلو انتخاباتوي ژمنو يوه چې د افغانستان جګړې پای ته رسول وو عملي کوي.
طالبانو ویلي دي چې دغه تلیفوني خبرو ۳۵ دقیقې دوام وکړ. ترمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا یې د طالبانو له رهبرۍ سره لومړۍ خبرې وې؟ وویل «نه غواړم چې داسې ووایم.»
مخکې تر دې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تویتر کې لیکلي ول چې ترمپ د طالبانو د رهبر له مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره تلیفوني خبرې کړي دي.
ترمپ وویل: «دا مناسبات چې زه یې له ملا سره لرم ډیر ښه دي، خو نن مو ښې او اوږدې خبرې درلودې او تاسې پوهیږئ چې هغوی غواړي تاوتریخوالی بند کړي.»
په دې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه خبرې اترې د هوکړه لیک د عملي کیدو په هدف ترسره شوي دي او ملا برادر ترمپ ته ډاډ ورکړی دی چې که امریکا دغه موافقه رعایت کړي، دواړه اړخونه به په راتلونکي کې «دوه اړخیزې مثبتې اړيکې ولري.»
د دغې اعلامیې مطابق ملابرادر ترمپ ته ویلي دي: «ښاغلي ولسمشر؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې پریکړنده ګامونه ترسره کړئ او هیڅ چا ته اجازه مه ورکوئ چې په داسې اقداماتو لاس پورې کړي چې د موافقتنامۍ مواد نقض کړي او تاسې لا زیات په دې اوږدې جګړې کې ښکیل کړي.»
سپينې ماڼۍ نور معلومات نه دي ورکړي چې په دې تلیفوني مکالمې کې پر کومو موضوعاتو خبرې شوي دي.
 


د مطلب کود: 204873

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204873/ترمپ-موږ-او-طالبان-ګډ-علایق-لرو

آوا
  https://www.avapress.com