کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عرب لیګ د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون هرکلی کړی او دقطر هڅې یې ستایلې

15 حوت 1398 ساعت 13:26

د عرب لیګ هیوادونو د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې له شوي تړون هرکلی کړی او د افغان سولې په برخه کې یې د قطر هیواد هڅې ستایلې.
په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر په منځګړیتوب شوی تړون په افغانستان کې د یوې سرتاسري او پایدارې سولې د راتګ په برخه کې لومړنی او مهم ګام دی.



اعلامیه کې عرب لیګ هیوادونو له قطر ځانګړې مننه کړې، چې د افغانستان د سولې په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې شوی تړون به د افغان ټولنې مختلف اړخونه له یو بل سره نږدې کړي.
عرب لیګ هیوادونو ددې تر څنګ د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» او طالبانو هڅې هم رغنیزې بللې او مننه یې ترې کړې.
 


د مطلب کود: 204879

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204879/عرب-لیګ-د-طالبانو-او-امریکا-تر-منځ-شوي-تړون-هرکلی-کړی-دقطر-هڅې-یې-ستایلې

آوا
  https://www.avapress.com