دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 204880
د ګډ حکومت ملي امنيت شورا وايي، په حکومتي زندانونو له لسو تر پنځلس زرو طالب بنديان پراته دي. امنيت شورا يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به پنځه زر طالب بنديان خوشې نه کړي. د امنيت شورا وياند جاويد فیصل وايي، د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې د پنځه زره طالب بنديانو خلاصون ناشونی دی او دا غوښتنې بايد د خپلمنځي خبرو پر مهال مطرح شي.
د ملي امنيت شورا چارواکي ادعا کوي، چې په دې بنديانو کې يو شمېر هغه بهرنيان هم دي، چې د طالبانو په ملاتړ جګړو پر مهال نيول شوي، خو د دې ادعا لپاره يې کوم سند نه دی وړاندې کړی.
حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم د بهرنيو جنګياليو د نيولو ادعاوې کړي، خو رسنيو او خلکو ته يې په دې اړه قانع کوونکي دلائل نه دي وړاندې کړي.
که څه هم د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د هغه مطبوعاتي ټيم د بنديانو له خلاصون سره مخالفت ښيي، خو طالبان وايي، امريکا ورسره په لاسليک شوې هوکړه کې ژمنه کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به د پنځو زرو طالب بنديانو خلاصون يقني کېږي او دې سره به بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.
د چارو کارپوهان هم وايي، اشرف غني به د طالب بنديانو خوشې کولو ته مجبور کړی شي.
د افغان چارواکو کارپوه او امريکا مېشتی پاکستانی خبريال احمد رشيد وايي، امريکا له طالبانو سره د هغوی د پنځو زرو بنديانو د خوشې کولو ژمنه کړې او بالاخره به هم اشرف غني مجبوريږي، د امريکا غوښتنه ومني، خو ښايي دا غوښتنه لږ وځنډيږي او ورسره بین الافغاني خبرې هم له ځنډ او خڼد سره مخ شي.
 
https://avapress.com/vdch6kniv23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته