کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار بدني روزني رياست او سبا لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د لوړو زده کړو سکالرشپونو تفاهم لاسليک سو

20 حوت 1398 ساعت 10:39



ياد تفاهم  پر داسي مهال لاسليک سو، چي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د ولايتي شورا وکيل نعمت الله وفا، پوهنمل مل پاسوال نصرالله ظريفي، ملي سوداګر حاجي تور جان او د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
په مراسمو کي د بدني روزني رياست او سبا د لوړو زده کړو موْسسې ترمنځ د ۸۳ ورزشکارانو لپاره په بېلابېلو تخفيفونو سره تفاهم ليک لاسليک سو.
دغه راز د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب خپلو خبرو کي وويل، ځوانان بايد د ورزش ترڅنګ د دا ډول تعليمي فرصتونو څخه هم ګټه واخلي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
ښاغلي منيب د هر کله په څېر ځوانانو ته په ورزشي او تعليمي برخو کي د هر اړخيزه همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل، د هيواد ځوانان دا مهال تر هرڅه بايد تعليم ته لومړيتوب ورکړي.
 


د مطلب کود: 205189

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205189/د-کندهار-بدني-روزني-رياست-او-سبا-لوړو-زده-کړو-مؤسسې-ترمنځ-سکالرشپونو-تفاهم-لاسليک-سو

آوا
  https://www.avapress.com