دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 205189

ياد تفاهم  پر داسي مهال لاسليک سو، چي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د ولايتي شورا وکيل نعمت الله وفا، پوهنمل مل پاسوال نصرالله ظريفي، ملي سوداګر حاجي تور جان او د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
په مراسمو کي د بدني روزني رياست او سبا د لوړو زده کړو موْسسې ترمنځ د ۸۳ ورزشکارانو لپاره په بېلابېلو تخفيفونو سره تفاهم ليک لاسليک سو.
دغه راز د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب خپلو خبرو کي وويل، ځوانان بايد د ورزش ترڅنګ د دا ډول تعليمي فرصتونو څخه هم ګټه واخلي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
ښاغلي منيب د هر کله په څېر ځوانانو ته په ورزشي او تعليمي برخو کي د هر اړخيزه همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل، د هيواد ځوانان دا مهال تر هرڅه بايد تعليم ته لومړيتوب ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcaamnuo49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته