کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سمنګانو کې د کرونا تازه پېښه ثبت شوې

20 حوت 1398 ساعت 11:52


په سمنګانو ولایت کې په کرونا د اخته کېدو تازه پېښه ثبت شوې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، په دې سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر پنځو ته ورسېد.
تر دې وړاندې کرونا ویروس څلور مثبتې پېښې په هرات کې ثبت شوې، چې د عامې روغتیا وزارت په وینا څلور واړه کسان د ایران څخه راغلي وو.
خو په سمنګان ولایت کې د ثبت شوې پېښې په اړه د عامې روغتیا وزارت معلومات نه دي ورکړی، چې آیا دغه کس هم له ایران څخه راغلی او که څنګه.
یادونې وړ ده چې‎ په هرات کې د کرونا د لومړۍ مثبتې پېښې تر ثبتېدو وروسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه ولایت کې بېړنی حالت اعلان کړی و او له خلکو یې څخه غوښتي و چې له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.


د مطلب کود: 205201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205201/سمنګانو-کې-د-کرونا-تازه-پېښه-ثبت-شوې

آوا
  https://www.avapress.com