دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 205207
د امريکا حکومت ویلي، په افغانستان کې د يوه موازي حکومت د جوړيدواو د سياسي لانجو د هوارۍ لپاره د زور کارونې کلک مخالف دي. دغه اعلان څو ساعته ترهغه وروسته راځي چې محمد اشرف غني چې د ټاکنو کمیسیون له خوا ګټونکی اعلان شوی و، د یوې بلې دورې لپاره پرون د ولسمشر په توګه په کابل کې لوړه وکړه. سیال یې عبدالله عبدالله چې دغه پایلې نه مني، څنګ ته په ورته ډول د همدغې څوکۍ لپاره مراسم ترسره کړل. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ويل شوي امريکا پرد ې کار کوي چې د دواړو ترمنځ يو جوړجاړى رامنځته شي.

امريکا د يوه متحده افغانستان غوښتونکې او د سولې لپاره پر خبرو بوخته ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دغه بيان کې د يوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره د ښاغلو غني او عبدالله د ليوالتيا هرکلى شوى دى .
د ولسمشر محمد اشرف غني له پلانونو او ژمنو څخه چې پرون یې د ولسمشر په توګه د لوړې تر ترسره کولو وروسته وکړې، د سولې او پراخ بنسټه حکومت جوړولو تود هر کلی شوی.
 
https://avapress.com/vdcbgsb5zrhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته