د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ امنيه قوماندان د ښوونځي يو زده کوونکی نيولی، بيا شکنجه او زندۍ کړی دی. د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ خلک وايي، د مټاخان امنيه قوماندان د الجهاد ليسې د لسم ټولګي يو زده کوونکی لومړی نيولی، بيا شکنجه او وروسته وژلی دی.
خلکو ددې پيښې غبرګون کې مرکز ښرنه کې لاريون پيل کړی یاددونی وړ ده چې د ماشومانو د سرغړونې، د قانون له مخې د ماشوم مجازات؛ حتی د اصلاح په نیت هم جواز نه لري. له دې مخکې په افغانستان کې یوناما یا د ملګروملتو مرستندوی دفتر په یوه راپور کې، دماشومانو پرسیستماتیکو شکنجو اندیښنه ښودلې وه.