دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 205215
محمد اشرف غني د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سلګونو کسانو په ګډون یوه لویه غونډه کې لوړه وکړه. دې غونډه په کابل کې میشت سفیران، افغان سیاستوال او ګڼ شمیر خلک بلل شوي وو. د قاضی القضات محمد یوسف حلیم له خوا ښاغلي غني ته له لوړې ورکولو وروسته ولسمشر غني وینا وکړه. په دې وینا هغه د طالب بندیانو خوشي کولو موضع ته په اشارې ښاغلي غني وویل، د دې بندیانو خوشي کېدل د افغانانو له امنیت سره تړلي، او که طالب بندیانو خوشي کېږي نو تاوتریخوالی باید ورسره کم شي او باید دا تضمین وي چې د خوشي کېدو په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي.

ولسمشر غني وویل سبا ( سې شنبه ۱۰ مارچ ) به د طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه یو فرمان صادر کړي، او د دې زندانیانو د خوشې کولو لپاره یې یوه داسې اډانه موندلې چې د زندانیانو د خوشې کولو په بدل کې به په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راشي، داسې کمی چې د ده په وینا خلک به یې احساس کړي.
ښاغلي غني ژمنه وکړه چې له طالبانو سره د خبرو لپاره به پلاوی هم سبا ته وروستی شي.
ولسمشر غني زیاته کړه، کابل کې د تېرې اوونۍ برید وښودله چې "طالبان له "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې سره اړیکي لري، او که له طالبانو سره سوله د "داعش" ډله ختمه نه کړي، نو بیا باید غور وشي چې دا سوله څه ګټه لري."
 
https://avapress.com/vdca6mnum49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته