دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 205261
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې د تاييد لپاره يو پريکړه ليک تصويب کړ.
په دې اړه د افغان سولې لپاره دامريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په تازه ټويټونو کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو پريکړه ليک پر دواړو غاړو طالبانو او افغان دولت غږ کړى، چې د باور جوړولو تدبيرونو ته دوام ور کړي او په چټکۍ بين الافغاني خبرو ته لاړشي:
"دغه پريکړه ليک ښيي چې نړيواله ټولنه د نړۍ د امنيت په تړاو او افغان ولس ته د سولې، يووالي او حاکميت د ټينگښت په برخه کې زموږ د تګلارې ملاتړ کوي".
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه بيان کې ويلي د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو پر سر رامنځته شوى کړکيچ له طالبانو سره خبرو لپاره د یوه ملي پلاوي جوړول ځنډولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ولسمشر غني ورته ویلي چې له ډاکټر عبدالله او نورو افغان مشرانو سره سلا مشورې روانې دي او ژر به یو ټول ګډونه پلاوى اعلان کړي.
 
https://avapress.com/vdcb0sb58rhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته