دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 205262

د کندهار د عامي روغتیا ریاست له لوري ۴۵ ټنه بې کیفیته او تر وخت تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول سول.
د یادو نیول سویو بې کیفیته او تر وخت تیرو توکو د سوځولو پر مهال په سیمه کي کندهار والي حیات الله حیات، د عامي روغتیا رئیس ډاکټرمحمد طاووس اشرف نادري، د ملي امنیت رئيس تورن جنرال نظرشاه خان ساپي او یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.
د عامي روغتیا رئیس ډاکټر محمدطاووس اشرف نادري وویل، دغه ۴۰ ټنه تر وخت تېر درمل او پنځه ټنه بې کیفیته خوراکي توکي د عامې روغتیا ریاست له لوري د تېرو څو اوونیو راهیسې د کندهار ښار اړوند سیمو کي ترلاسه سوي او یاده برخه کي یې د لا جدي اقداماتو یادونه وکړه.
کندهار والي حیات الله حیات د بې کیفیته توکو او تر وخت تېر درملو په سوځېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ، چي په دې برخه کي دې د عامي روغتیا نظارتي ټیم خپلي هڅي لا ګړندۍ کړي.
https://avapress.com/vdccepqii2bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته