دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 205263

د دامان ولسونو هم د یوې لویې غونډې په ترڅ کې له جمهوري نظام او ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ څرګند او د سولې پروسه کې یې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه
د  کندهار والي حیات الله حیات د ملي امنیت د رئیس تورن جنرال نظرشاه خان صافي، د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېززوال او یو شمېر سکتوري رئیسانو په ملتیا دامان ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د دامان ولسوالۍ د ولسي او قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو په جوړه شوې لویه غونډه کې ګډون وکړ.
د دامان ولسوالۍ یادو مشرانو په همدې موخه غونډه جوړه کړې وه، تر څو د خپل مشروع جمهوري نظام او ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند او د سولې په پروسه کې د بین الافغاني مذاکراتو او دایمي اوربند غوښتنه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcd9k0xsyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته