دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 205279
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې هرکلی کړی دی. د امریکا متحده ایالتونو امنیت شورا ته دا پرېکړه لیک وړاندې کړ او له کوم مخالفت پرته تصویب شو. د افغان طالبانو او امریکا هوکړه لیک کې هم راغلي، چې امریکا هڅه کوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي د دې هوکړې ملاتړ وکړي.

په دې اړه د افغان سولې لپاره دامريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په تازه ټويټونو کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو پريکړه ليک پر دواړو غاړو طالبانو او افغان دولت غږ کړى، چې د باور جوړولو تدبيرونو ته دوام ور کړي او په چټکۍ بين الافغاني خبرو ته لاړشي:
"دغه پريکړه ليک ښيي چې نړيواله ټولنه د نړۍ د امنيت په تړاو او افغان ولس ته د سولې، يووالي او حاکميت د ټينگښت په برخه کې زموږ د تګلارې ملاتړ کوي".
د امنیت شورا پرېکړه لیک کې- چې ښاغلي خلیلزاد له ټوېټ سره تړلی یا ضمیمه کړی- را غلي:
" موږ افغانستان کې د سولې ټینګولو لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوو او خپله هم دې برخه کې همکارۍ ته دوام ور کوو".
پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې ملګري ملاتونه "د افغانستان اسلامي امارت" په رسمیت نه پېژني او امنیت شورا د" اسلامي امارت" د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي.
امنیت شورا دا هم ویلي چې مختلفې سیاسي ډلې او د ښځو په ګډون مدني فعالان د سولې خبرو کې برخه واخلي او د وګړو په تېره د ښځو د حقونو د خوندیتوب هڅې وشي.
 
https://avapress.com/vdca0mnuo49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته