دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 205322
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلېنټن د ملګرو ملتونو مرکز کې یوې ناستې ته په وینا کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشاره وویل، افغان مېرمنې باید خبرو کې برخه ولري او حقونه یې له پامه ونه غورځول شي. مېرمن کلېنټن چې د نیویارک "د بین الافغاني سولې پروسه: افغان مېرمنو لپاره مهم وخت" په غونډه کې خبرې کولې وویل، افغان مېرمنې وېره لري چې طالبانو سره د سولې په برخه کې یې حقونه تر پښو لاندې نه شي او د تېرو کلونو لاسته راوړنې "هغه سوله چې غځېدلې به نه وي" له منځه لاړې شي.
https://avapress.com/vdcj8ie88uqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته