دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 205328
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې اجراییه ریاست لغوه کړی دی. په دې فرمان کې ویل شوي، د اجراییه ریاست کاري دوره پای ته رسېدلې ده. د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن د چارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وويل "کله چې د ولسمشر غني له لوري د لوړې مراسم ترسره شول نور اجراییه ریاست نشته."

نوموړي زیاته کړه چې د افغان حکومت په چوکاټ کې دې ریاست ځای نشته.
د ولسمشرغني پنځه ماده ییز فرمان کې چې بي بي سي ترلاسه کړې هم ویل شوي چې د اجرائیه ریاست کاري دوره پای ته رسېدلې. په خپاره شوي فرمان کې راغلي چې د اجرائيه رياست د جوړېدو او د وزيرانو د شورا په تړاو ټول صادر شوي فرمانونه او حکمونه، د ملي وحدت د حکومت پخواني اجرائيه رئيس ته ورکړل شوي ځينې واکونه، لگښتونه او امتيازات د ١٣٩٨ کال د حوت مياشتې له ١٩ نېټې د اعتبار وړ نه دي او لغوه دي.
 
https://avapress.com/vdcf0td0cw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته