کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روغتیا نړیوال سازمان کورونا وېروس "نړیواله وبا" اعلان کړه

22 حوت 1398 ساعت 11:44

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې کورونا وېروس اوس رسماً یوه "نړیواله وبا" ده. د دې ادارې مشر ډاکټر ټېډروس اډانوم ویلي، په تېرو دوه اونیو کې له چین بهر د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۱۳ برابره لوړ شوی دی.



نوموړي ویلي، پر دې خبره سخت اندېښمن دی چې په نړیواله کچه د کورونا وېروس مخنیوي لپاره اړین ګامونه نه دي پورته شوي.
د نړیوالې وبا اصطلاح د یوې داسې ناروغۍ لپاره کارول کېږي چې پر یو وخت د نړۍ په بېلابېلو برخو کې رامخې ته شوې وي.
ډاکټر ټېډروس پر حکومتونو غږ کړی چې د دې وبا د مخنیوي لپاره باید بېړنی او زړور عمل وکړي. نوموړي ویلي، ګڼو هېوادونو ثابته کړه چې دا وېروس کنترول کېدلای شي.
په ورته وخت کې د جرمني صدر اعظمې انګلا مرکل ویلي، د هېواد ۷۰ سلنه وګړي یې، چې کابو ۵۸ میلیونه کسان کېږي، په کورونا وېروس اخته کېدلی شي.
 


د مطلب کود: 205351

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205351/روغتیا-نړیوال-سازمان-کورونا-وېروس-نړیواله-وبا-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com