کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني د پښتونخوا سیاستوالو ته: "زموږ او ستاسې برخلیک یو دی"

22 حوت 1398 ساعت 11:44

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چارشنبه په ارګ کې یوه مېلمستیا کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له هغو سیاست والو او فعالانو سره وکتل چې کابل ته د ده د لوړې مراسمو ته ورغلي وو.
د ارګ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان ولسمشر ورغلیو مېلمنو ته خپلو خبرو کې وویل:



"موږ باید په ګډه د تاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره هلې ځلې وکړو. باثباته او په پښو ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی. هغه زیاته کړه، پاکستان دې افغانستان ته د سیال په سترګه وګوري. د افغانستان د ولس اراده دې ومنل شي او مشرتابه ته دې د دوستۍ، امن او ترقۍ لاس ورکړي ".
په دې پلاوي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او د پاکستان د پارلمان غړو علي وزیر او محسن دوړ ترڅنګ محمود خان اڅکزي، افتاب احمد خان شېرپاو، بشیر بلور، بشران ګوهر او یو شمېر نورو سیاست والو شامل وو.
د مېلمستیا په هغو انځورونو کې چې د ارګ له اعلامیې سره خپاره شوي، ښکاري چې د ولسمشر غني دواړه مرستیالان او ګڼ شمېر نور جګپوړي افغان چارواکي او سیاست وال هم په دې مېلمستیا کې موجود وو.
 


د مطلب کود: 205352

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205352/غني-د-پښتونخوا-سیاستوالو-ته-زموږ-او-ستاسې-برخلیک-یو-دی

آوا
  https://www.avapress.com