دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 205352
افغان ولسمشر محمد اشرف غني چارشنبه په ارګ کې یوه مېلمستیا کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له هغو سیاست والو او فعالانو سره وکتل چې کابل ته د ده د لوړې مراسمو ته ورغلي وو. د ارګ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان ولسمشر ورغلیو مېلمنو ته خپلو خبرو کې وویل:

"موږ باید په ګډه د تاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره هلې ځلې وکړو. باثباته او په پښو ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی. هغه زیاته کړه، پاکستان دې افغانستان ته د سیال په سترګه وګوري. د افغانستان د ولس اراده دې ومنل شي او مشرتابه ته دې د دوستۍ، امن او ترقۍ لاس ورکړي ".
په دې پلاوي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او د پاکستان د پارلمان غړو علي وزیر او محسن دوړ ترڅنګ محمود خان اڅکزي، افتاب احمد خان شېرپاو، بشیر بلور، بشران ګوهر او یو شمېر نورو سیاست والو شامل وو.
د مېلمستیا په هغو انځورونو کې چې د ارګ له اعلامیې سره خپاره شوي، ښکاري چې د ولسمشر غني دواړه مرستیالان او ګڼ شمېر نور جګپوړي افغان چارواکي او سیاست وال هم په دې مېلمستیا کې موجود وو.
 
https://avapress.com/vdccppqii2bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته