دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 205353
په ایټالیا کې دوه اونۍ مخکې تثبیت شوې د کرونا ویروس له امله نږدې ۸۰۰۰ تنه پدې ویروس اخته شوي دي. تر اوسه پورې ۸۰۰ تنو تداوي شوي دي.

د ایټالیا لومړي د نوي ډول کرونا ویروس له امله په هیواد کې د ډیرو عاجلو حالاتو نه پرته په ګرځیدو محدودیت لګولو نه خبر ورکړی دی.
هغه وویل چې " په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلانوم "
همداشان په اسپانیا کې هم  د کرونا ویروس په چټکۍ سره د خوریدو په حال کې دی. د اسپانیا په مادرید ښار کې  په یو ورځ کې  د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره دوه برابره لوړه شوه. همداشان د مړو شمیره هم دوه برابره شوې ده . د مړو شمیره د ۸ نه ۱۶ تنو ته او په ویروس او د مثبتو پيښو شمیره د ۲۰۲ تنو نه ۴۶۹ تنو ته لوړه شوه.
ویل کیږي په اسپانیا کې  په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره د زرو تنو نه اوښتې ده . د نوموړي هیواد لومړي وزیر ویلي دي چې هر څه ژر به د عاجلې مداخلې پلان تطبیق کړو. هغه په خلکو د موټي کیدو غږ وکړ.
همداشان په فرانسه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۵ تنو ته لوړه شوه. د فرانسې د کولتور وزیر هم  په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د فرانسې د کولتور وزارت ویلي دي چې د وزیر روغتیايي حالت ښه دی.
همداشان د جرمني د شمالي رن ویستفلي په ایالت کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲ تنو ته لوړه شوه. همداشان په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره زرو تنو نه اوښتې ده.
په انګلستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۵ تنو ته لوړه شوې ده . همداشان د مثبتو واقعو شمیره ۳۱۹ ښودل شوې ده . په سویس کې هم په ۳۶۹ تنو کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی.
په هالنډ کې د مثبتو واقعو شمیره ۳۲۱، په سویډن کې ۲۵۲، په بلجیم کې ۲۳۹، په اتریش کې ۱۳۱، یونان کې ۸۴، په ډنمارک کې ۵۹ ، په چک کې ۳۲ او په پولنډ کې ۱۶ ته لوړه شوې ده .
په پرتګال کې د مثبتو پيښو شمیره ۳۲ ته لوړه شوې ده . په نوموړي هیواد کې ټول رسمي پروګرامونو د ۲ اونیو لپاره ځنډول شوي دي. همداشان ددې هیواد  ۷۱ کلن ولسمشر هم  د کرونا ویروس معاینه کړې ده چې نتیجه يي منفي وه.
د اروپا د مرکزي بانک په یو پروسونل کې هم  کرونا ویروس تشخیص شوی دی.
په امریکا متحده ایالتونو په ۳۵ ایالتونو کې ۵۰۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي. همداشان د مړو شمیره هم  ۲۱ تنو ته رسیدلې ده .
په کاناډا کې هم دوو تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی. د مثبتو پيښو شمیره ۷۷ ته لوړه شوې ده
 
https://avapress.com/vdcdkk0xsyt0zs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته