دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 205369

روسیې هغه راپورونه رد کړل چې که افغانستان وغواړی دوی چمتو دي، دغه هېواد ته خپل ځواکونه ولېږي.
د روسیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو د ضمیرکابلوف له قوله لیکلي، چې د اړتیا پر مهال به روسیه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغانستان ته ځواکونه ولېږي.
خبرپاڼه وايي، کابلوف دغه ډول څرګندونې نه دي کړې او نه هم د روسیې د حکومت په پلانونو کې دغه ډول څه شته دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، روسیه په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او له دې پروسې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
د یادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې کابلوف ویلي، که افغانستان وغواړي کولی شو خپل سرتېري ور ولېږو.
د رسنیو د راپورونو پر اساس کابلوف دغه څرګندونې د مارچ په درېیمه نېټه د روسیې د فدرالي خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړې وې.
https://avapress.com/vdcaimnuo49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته