دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۱۵
د مطلب کود : 205408
د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرامپ او مرستیال ولسمشر مایک پېنس سره تر لېدلو وروسته چې د برازیل یو لوړپوړی چارواکی هېواد ته ستون شوی، کورونا نیولی دی. د امریکا د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د برازیل د ولسمشر جار بوسونارو د اړیکو مشر فیبیو وجنګارټن د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ فلوریډا ایالت کې له ولسمشر ټرمپ سره په مارالاګو ساحلي تفریحځي کې لیدلي دي. برازیل ته تر ستنېدو وروسته یې نزله درلوده، چې کله یې معاینه وشوه، په کورونا اخته شوی و.

وجنګارټن تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د هغو څو نورو چارواکو معاینه هم کېږي چې له نوموړي سره فلوریډا ته تللي وو.
تېره اونۍ وجنګارټن پر خپل ټوېتر داسې انځور لګولی و چې پکې له ولسمشر ټرمپ او مایک پېنس سره څنګ په څنګ ولاړ و.
دې انځور کې ولسمشر ټرمپ د بیس بال خولۍ په سر کړې دې او پرې لیکلي: برازیل بیا ستر کړئ.
روښانه نه ده چې دا انځور کله اخیستل شوی دی.
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د برازیل پلاوي ته په مېلمستیا کې د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او زوم یې جراډ کشنر هم ګډون درلود.
برازیل کې تر پنجشنبې ورځې د کورونا ویروس ۷۳ پېښې تایید شوې، خو دغه هېواد کې نهه سوه دېرش کسان شکمن دي.
 
https://avapress.com/vdce7n8wvjh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته