دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۱۵
د مطلب کود : 205409
د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ګاونډي ایران کې د کورونا وېروس د پراختیا له امله له دغه هېواد د افغان کډوالو ستنېدل بې ساري ډېر شوي دي. د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، په وروستیو ورځو کې د هرات له اسلام کلا بندر هره ورځ له اوو تر لس زرو کسان افغانستان ته را ځي: ورځ تر بلې ډېرېږي، سې شنبه اوه زره، چارشنبه لس زره وو، دا ټو کډوال نه دي، چارشنبه چې کوم کسان را ستانه شوي، دوه زره اوه سوه کسان په ویزه ایران ته تللي وو.
نوموړی زیاتوي، را ستنېدونکي مختلف دلیلونه وایي، خو په دریو کې دوه وايي، چې د کورونا له وېرې افغانستان ته ستنېږي.
ښاغلی بلخي چې د ستنېدونکو د لیدو لپاره پولې ته تللی وايي، وروستیو ستنو شویو کې یوه مثبته او څو شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي د ایران په ځينې ښارونو کې د کرونا وېروس خپرېدو ته په کتو، ښايي تر یو میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شي.
ایراني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې تر لس زرو کسان په کورونا اخته شوي چې پکې ۴۲۹ کسان مړه شوي دي.
خو د ایران د پارلمان ځینې غړي، خبریالان او روغتیاپال په دغه هېواد کې کورونا تر دې پراخه بولي.
تر اوسه افغانستان کې د کورونا ویروس ۱۶۵ شکمنې پېښې معاینه شوې، چې اوه یې مثبتې بلل شوې؛ پنځه هرات او دوه هم شمالي ولایت سمنګان کې.
په دې اوو کې شپږ کسان له ایران افغانستان ته ستانه شوي او وروستي ناروغ هم له دوی سره تماس درلود.
د کوورنا ویروس له امله د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبد العلي مزاري د تلین کېدونکې غونډه لغوه شوه.
په همدې مناست افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډويي پيغام کې وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان د خبرداري او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنې له مخې دا غونډه لغوه شوه.
 
https://avapress.com/vdcfxtd01w6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته