د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د اسلامی ایران جمهوریت لوی درستیز ژنرال محمد باقري ته د حکم په صادرولو سره له کرونا ویروس سره د مقابلې په زمینه کې خلکو ته د وسله وال ځواک له خدماتوپه قدرونې سره د دغې ناروغۍ د زیاتې خپریدا د مخنیوي لپاره د یوې روغتیایی او درملیزې چاوڼۍ په چوکاټ کې د دغو خدماتو د منظمونې په ضرورت ټینګار وکړ .
د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه دغه اقدام هغو نښو نښانو ته په پام سره چی د دغې پیښې د بیولوجیکی حملې احتمال یې مطرح کړې دې د بیولوجیکې دفاع د مانورې اړخونه هم درلودلې او ملی اقتدار او توان زیاتولې شي .
د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه دغه مرکز او چاوڼۍ باید د اسلامی ایران له دولت ، روغتیا او درملنې وزارت سره په بشپړه غږملتیا کې عمل وکړي .
حضرت ایت ا... خامنه ای په پاې کې جوته کړه هیله من یو په الهی هدایت او د حضرت بقیه ا... ارواحناه فداه په ځانګړي ملاتړ سره د ایران ملت تل بریالې او له امنیت او سلامتیا برخمن ووسي .