دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 205453
د پاکستان د د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان او ایران سره د کورونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره به ټولې ځمکنۍ لارې له راتلونکې دوشنبې وتړي. دا پریکړه د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په ډاګه شوه.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ملي امنیت شورا پریکړه کړې چې له افغانستان او ایران سره دې ټولې لارې په بشپړه توګه وتړل شي.
پریکړه کې ویل شوي چې دا لارې به د راتلونکې دوشنبې ( مارچ ۱۶ ) په ورځ د ۱۴ ورځو لپاره تړل کیږي.
دې شورا دغه راز پریکړه کړې چې په ټول پاکستان کې به ټول ښوونیز بنسټونه د راتلونکې اپریل میاشتې تر پنځمې نېټې تړلي وي.
 
https://avapress.com/vdcenn8wxjh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته