دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 205460
د واشنګټن په ظالمانه بندیزونو کې چې د درملو اوطبي تجهیزاتو پشمول اساسی شیان پکې شامل دي ، د ایران د ولس په تیره بیا د ناروغانو لپاره ئې ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي .
په ملګروملتو کې د اسلامی ایران جمهوریت  دایمي استازي مجید تخت روانچي پخپل ټولنیز پیغام کې د ایران په ضد  د امریکا یو اړخیز بندیزونه ،  له کرونا ویروس سره د  مبارزې لپاره  دتهران د هلوځلو خنډ بللي او ټينګار ئې کړی ،  نړیوال بحرانونه  د نړیوالو حقیقي هلو ځلو ته اړتیا لري .
تخت روانچي  روښانه کړې ده ،  د ایران ولس اوحکومت  له کرونا ویروس سره  د مبارزې لپاره ډيره هڅه کوي ، خو د امریکا بندیزونه  ددغو هلوځلو خنډ شوي دي .
 تخت روانچي پر امریکا غږ کړی ،د انسان دوستۍ د هلوځلو له سیاسی کولو دې لاس واخلي اوبندیزونه دې ختم کړي .
 د اسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم دپنجشنبې په ورځې  د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ته  په یوه لیک کې  چې  یوه یوه کاپي ئې  د درستو هیوادونو خارجه وزیرانو او نړیوالو اورګانونو ته هم لیږدول شوي ، ، له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره ئې د ایران په ضد دامریکا د یو اړخیزو بندیزونو پر لیرې کولو ټينګار کړی ؤ .
د واشنګټن په ظالمانه بندیزونو کې  چې د درملو اوطبي تجهیزاتو پشمول  اساسی شیان پکې شامل دي ، د ایران د ولس  په تیره بیا د ناروغانو لپاره ئې ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي .  
 
https://avapress.com/vdccepqix2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته