دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 205505
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اساسي قانون د تعدیل هغه فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې نوموړی د د دوو نورو پړاوونو لپاره د ولسمشر په توګه پاتې کېدای شي. کرملین پر خپله وېبپاڼه د اساسي قانون د تعدیل ۶۸ مخیز متن خپور کړی دی. د اساسي قانون د تعدیل دا وړاندیز سترې محکمې ته استول شوی چې وروسته ټولپوښتنې ته وړاندې شي.

د روسیې د اساسي قانون اړوندې محکمې ویاندې فرانس پرېس خبري اژانس ته د شنبې په ورځ وویل، د محکمې د قاضیانو پلاوي عملاً د تعدیلاتو راوستلو ته چمتووالی ښودلی دی.
خو تر اوسه یې د خپلې پرېکړې د اعلان وخت نه دی ټاکلی.
کرملین د اساسي قانون د تعدیل لپاره د ټولپوښتنې وخت د راتلونکې اپرېل میاشتې ۲۲ نېټه ټاکلې ده.
د روسیې د مشرانو جرګې مشرې والنټینا ماتووییکنو د شنبې په ورځ وویل، د تعدیل په تړاو رایه اچونه "باید د کورونا وېروس پر اندېښنې سربېره ترسره شي."
 
https://avapress.com/vdccxpqip2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته