دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۱:۳۹
د مطلب کود : 205550
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله بېړنی حالت اعلان شوی دی او روان وضعیت د ژوند او کاروبار پر ډېرو برخو ناوړه اغېز کړی دی. دې مطلب کې د نړۍ په لر او بر کې د کورونا وېروس په اړه وروستی حال موندلی شئ.

سپینه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ له کورونا وېروس خوندي دی:
د سپینې ماڼۍ ډاکټر ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د کورونا وېروس لپاره معاینات کړي وو، او پایله یې منفي راوتلې. مطلب دا چې دی په کورونا وېروس نه دی اخته.
ډاکټر شان کونلي د شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې د دې خبرې پخلی وکړ.
ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ فلورېډا کې په خپله استوګنه کې له برازیله ورغلي پلاوي سره کتلي وو.
وروسته جوته شوه چې د دې پلاوي ځینې غړي په کورونا وېروس اخته وو. په ناروغو کسانو کې د برازیل ولسمشر یو سلاکار هم شامل و.
له دې وروسته ولسمشر ټرمپ وغوښتل چې خپل معاینات وکړي او خپل وضعیت مالوم کړي.
بریتانیا: له ۷۰ کلونو پورته عمر خلک قرنطین کېدای شي:
د بریتانیا حکومت اعلان کړی دی چې ښایي په راتلونکو څو اوونیو کې ټولو هغو کسانو ته د قرنطین کېدو سپارښتنه وکړي چې عمرونه یې تر ۷۰ کالو پورته دي.
د عامې روغتیا وزیر مټ هنکاک بي بي سي ته وویل، کېدای شي دا قرنطین د ډېرو مودې لپاره دوام وکړي.
په بریتانیا کې تر دې دمه ۲۱ کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي دي، او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون په کور دننه هم خلکو پر حکومت نیوکې کړې دي چې وضعیت جدي نه ګڼي.
د بریتانیا د عامې روغتیا ملي ادارې یا اېن اېچ اېس ویلي، په روغتونونو کې د ساه اخیستو ماشینونه کم دي، او حکومت له ګڼو لویو شرکتونو غوښتنه کړې چې د دې ماشینونو تولید کې مرسته وکړي.
 
https://avapress.com/vdccppqix2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته