د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویلي ، د کورونا وېروس له کبله د طالبانو په زندانونو کې د افغان دولت بندیانو وضعیت په اړه اندېښمن دي.
یاد وزارت پر طالبانو غږ کړی چې د حکومتي زندانیانو وضعیت ته پام وکړي او نړیوالو روغتیایي ادارو ته هم زمینه برابره کړي چې دا زندانیا وګوري، د ساتلو شرایط یې و ارزوي.
د حکومت له دې اعلانه څو ساعته وروسته وسله والو طالبانو وویل، په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره له نړیوالو روغتیایي موسسو او د روغتیا له نړیوال سازمان سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دوی د خپلو زرګونو بندیانو د خوندیتابه برخه کې هم له نړیوالو بشري او روغتیایي ادارو خاصه پاملرنه غواړي.