کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا ویروس؛ کاناډا له امریکا پرته له ټولو هېوادونو سره پولې تړي

27 حوت 1398 ساعت 11:12

له کورونا سره د مبارزې لپاره د اروپايي دولتونو له خوا د محدوديتونو لگولو او پولو تړلو پسي _ اوس د کاناډا لومړي وزير جستن ترودو اعلان کړى چې د هېواد پولې به نژدې د ټولو پر وړاندې وتړل شي، خو د امريکا متحده ايالتونه پکې نه راځي.



هغه همدارنگه له کاناډايانو وغوښتل څومره چې ممکن وي په خپلو کورونو کې پاتې شي.
روسيه سر له سبا دې هېواد ته نژدې د ټولو بهرنيانو پر سفر بنديز لگوي.
ولسمشر ټرمپ پر امريکايانو غږ کړى چې تر لسو د ډېرو کسانو له ټولېدو او بارونو او رسټورانټونو ته له تلو ډډ وکړي او يوازې او يوازي اړين سفرونه وکړي.
په همدې حال کې د روغتيا نړيوال سازمان مشر د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې لا کلک گامونه پورته کړي.
په اروپا کې جرمني او فرانسه هغه دوه وروستي هېوادونه دي چې د کورونا ویروس له خپراوي د مخنیوي نوي جدي ګامونه یې اوچت کړي، چې له مخې به یې په دغو هېوادونو کې ټولنیز تماس لا ډېر کمېږي.
 


د مطلب کود: 205621

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205621/کورونا-ویروس-کاناډا-له-امریکا-پرته-ټولو-هېوادونو-سره-پولې-تړي

آوا
  https://www.avapress.com