دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 205624
په مصر کې الازهر مؤسسې فتوا ورکړې چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د جمعې لمونځ او په جوماتونو کې د نورو لمنځونو جماعت لغوه کول جایز دي. د الازهر د لویو عالمان شورا په یوه رسمي فتوا کې ویلي چې د خلکو ژوند د ژغورلو لپاره د جمعې او په جمع د نورو لمنځونو نه کول جایز دي.
د دې شورا په بیان کې راغلي: " د ترلاسه شویو معلوماتو په رڼا کې چې وايي، د وېرس اصلي ګواښ په اسانۍ او چټکۍ د هغه په خورېدو کې دی، نو دا فتوا د اسلامي شریعت د لویو موخو سره سمه ده چې هغه د ژوند خوندي کول او له ټولو خطرونو او زیانونو د هغه ساتل دي."
فتوا کې راغلي چې خلک دې د جمعې ورځې پر ځای د عادي ماسپښین لمونځ په کورونو او یا داسې ځایونو کې وکړي چې ګڼه ګوڼه نه وي.
د الازهر د لویو علمانو شورا په فتوی کې راغلي، شریعت حکم کوي چې خلک باید د روغتیايي چارواکو لارښوونې او امرونه پر ځای کړي چې د وېروس مخه ونیول شي او له منځه ولاړ شي.
 
https://avapress.com/vdcewn8wejh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته