کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: "د کابل او نوي ډيلي ترمنځ هوایي تګ راتګ بند شو"

28 حوت 1398 ساعت 11:02

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې سر له سې شنبې د افغانستان او نوي ډيلي ترمنځ هوایي تګ راتګ د کورونا وېروس په تړاو د اندېښنو له کبله د مارچ تر ۳۱مې نېټې بند شوی دی. له دې وړاندې هند له افغانستان، نیپال او مالیزیا پر ورتلونکو الوتنو بندیزو اعلان کړی و.


خو اوس په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وایي چې له نوي ډيلي نه کابل ته هم الوتنې ځنډېدلې دي، او هند کې مېشت کسان باید کابل ته د تلو نورې لارې چارې ولټوي.
له دې اعلان وروسته هغه زرګونه افغان محصلین، سیلانیان، سوداګر او ناروغان چې دا مهال په هند کې دي، لږ تر لږه د مارچ میاشتې تر پایه ښایي هماغلته ایسار پاتې شي.
نوي ډيلي کې د هند سفارت وایي چې د اوس لپاره یې هر ډول قونسلي خدمتونه هم درولي او یوازې بېړني حالت کې هند کې مېشت افغانان ورسره اړیکه نیولی شي.
 


د مطلب کود: 205695

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205695/کورونا-وېروس-د-کابل-او-نوي-ډيلي-ترمنځ-هوایي-تګ-راتګ-بند-شو

آوا
  https://www.avapress.com