کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورونا وېروس مخنیوي لپاره افغانستان کې د اوربند غوښتنه

28 حوت 1398 ساعت 10:55

افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا ویلي، هر وګړی له کورونا وېروس نه د خوندیتوب حق لري، او د دې خوندیتوب لپاره باید په لومړي ګام کې په افغانستان کې اوربند وشي.
ښاغلي کوبیا همدا راز سپارښتنه کړې چې پر مرستندویه توکو دې مالیه ختمه او اغېزمنو سیمو ته د بشپړ لاسرسي او امنیت تضمین دې وشي.
نوموړي همدا راز د کورونا وېروس مخنیوي لپاره له افغان حکومت سره د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې ده.



تراوسه په افغانستان کې د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری یې په هرات کې دي
د ښاغلي کوبیا له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې وسله والو طالبانو پرون دوشنبه ویلي وو، په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره له نړیوالو روغتیایي موسسو او د روغتیا له نړیوال سازمان سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې دوی د خپلو زرګونو بندیانو د خوندیتابه برخه کې هم له نړیوالو بشري او روغتیایي ادارو خاصه پاملرنه غواړي.
 


د مطلب کود: 205697

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205697/د-کورونا-وېروس-مخنیوي-لپاره-افغانستان-کې-اوربند-غوښتنه

آوا
  https://www.avapress.com