دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 205697
افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا ویلي، هر وګړی له کورونا وېروس نه د خوندیتوب حق لري، او د دې خوندیتوب لپاره باید په لومړي ګام کې په افغانستان کې اوربند وشي. ښاغلي کوبیا همدا راز سپارښتنه کړې چې پر مرستندویه توکو دې مالیه ختمه او اغېزمنو سیمو ته د بشپړ لاسرسي او امنیت تضمین دې وشي. نوموړي همدا راز د کورونا وېروس مخنیوي لپاره له افغان حکومت سره د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

تراوسه په افغانستان کې د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری یې په هرات کې دي
د ښاغلي کوبیا له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې وسله والو طالبانو پرون دوشنبه ویلي وو، په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره له نړیوالو روغتیایي موسسو او د روغتیا له نړیوال سازمان سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې دوی د خپلو زرګونو بندیانو د خوندیتابه برخه کې هم له نړیوالو بشري او روغتیایي ادارو خاصه پاملرنه غواړي.
 
https://avapress.com/vdceon8wfjh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته