د نړۍ اقتصاد له ستونزو سره لاس ګرېوان دی. یوې خوا ته کورونا ویروس او بلې خوا ته د تېلو پر سر جنجال.
د سعودي او روس ترمنځ پر خامو تېلو جنجال د دې توکي بیه لا ټیټه کړه.
امریکا چې پر تېلو ځان بسیا شوه، د مسکو او ریاض ترمنځ د تېلو پر تولید جنجال جوړ شو.
سعودي د تېلو بیې د زیاتېدو لپاره تولید کم کړ. سعودي یې لامل د کورونا ویروس له وجې بولي خو روس یې ځواب کې له اوپېک سره خپله همکاري ودروله.
ویل کېږي روس اسیايي مارکېټ کې د تېلو صادراتو کې د سعودي اجاره داري ننګول غواړي.
د روس په ځواب کې سعودي اوس پر ۲۵ امریکايي ډالر د خام تیلو پېرلو ته تیارېږي.