کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد بیا د افغان ټاکنیز کړکېچ د هوارولو غوښتنه وکړه

29 حوت 1398 ساعت 10:44



د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا پر افغان سیاستوالو غږ کوي چې خپلمنځي اختلافونه ختم او جوړ جاړی وکړي.
د نوموړي په خبره، افغانانو ته پکار دي هغه سیاسي کړکېچ اوار کړي چې له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته له دوو لوړو رامنځ ته شوی دی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون ولسمشر غني د دې انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ، خو د مارچ پر نهمه چې اشرف غني لوړه کوله ترڅنګ یې عبدالله هم لوړه وکړه.
ښاغلي عبدالله ویل، ټاکنو کې درغلۍ شوې او پایلې نه مني، ځکه موازي حکومت جوړوي.
 


د مطلب کود: 205763

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205763/خلیلزاد-بیا-د-افغان-ټاکنیز-کړکېچ-هوارولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com