کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس؛ ایټالیا کې په یوه ورځ ۴۷۵ کسان مړه شول

29 حوت 1398 ساعت 14:39

په ایټالیا کې په یوه ورځ د کورونا وېروس له امله ۴۷۵ کسان مړه شوي او دې سره په دغه هېواد کې له کورونا د مړو شمېر نژدې درې زرو کسانو ته ورسېد.
ایټالیا کې نژدې ۳۵ زره ۷۱۳ کسان کورونا وېروس نیولي، خو له څلور زرو ډېر پکې له دې ناروغۍ رغېدلي دي.



د ایټالیا تر ټولو ځپلې سیمه لومباردي کې په یوه ورځ ۳۱۹ کسان مړه شوي دي.
ایټالیا له چین وروسته- چې دا وېروس پکې پیدا شو- د کورونا له پلوه تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.
له دې ناروغۍ تر ۸۷۵۸ کسان مړه شوي چې ډېری په چین کې دي.
د روغتیا نړیواله اداره وايي، پر کورونا له دوو لکه د ډېرو اخته شویو کسانو لوی اکثریت یا اتیا سلنه اروپا، او د اسیا پراخې سیمې په ګډون د ارام سمندر لوېدیځ کې دي.
 


د مطلب کود: 205788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205788/کورونا-وېروس-ایټالیا-کې-په-یوه-ورځ-۴۷۵-کسان-مړه-شول

آوا
  https://www.avapress.com