کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: پاکستان کې لومړۍ مړينه او د نورې نړۍ حال

29 حوت 1398 ساعت 14:40

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له دوه سوه زره زيات خلک د کورونا پر وېروس اخته شوي او تر دې مهاله له اتو زرو زياتو کسانو د دې وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نړۍ تر ټولو ځپل شوی هېواد چين دی، د دغه هېواد په وهان کې د کورونا وېروس لومړۍ پېښه ثبت شوه. له چين وروسته ايټاليا کې د دې وېروس له امله نژدې درې زره کسان مړه شوي چې يوازې يوه ورځ کې د وژل شويو شمېر ۴۷۵ کسان ښودل شوی دی.
بل پلو پاکستان کې د خيبر پښتونخوا حکومت په دې صوبه کې د کورونا وېروس له امله د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړی دی.


د روغتيا وزير تېمور خان پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې يو کس په مردان او بل چې ۳۶ کاله عمر لري په پېښور کې د دې وېروس له امله مړه شوي دي.
 


د مطلب کود: 205789

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205789/کورونا-وېروس-پاکستان-کې-لومړۍ-مړينه-او-د-نورې-نړۍ-حال

آوا
  https://www.avapress.com